$ 0 0 راپورونه وايي، د افغانستان او سریلانکار تر منځ به د هوا له لارې سوداګریز پروازونه ډېر او د دواړو هېوادونو سوداګري به ډېره شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبره سریلانکايي رسنیو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین له قوله کړې دي. د سریلانکايي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له سریلانکا سره به سوداګریز پروازونه ډېر شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په سوداګرۍ کې ډېروالی راشي. په راپور کې ویل شوی، چې دمګړی د افغانستان او سریلانکا تر منځ د ۶ سوه زره ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده، چې دا شمېره باید میلیونونو ته واوړي. باید و ویل شي، چې سریلانکا تر ډېره افغانستان ته، ورېجې، چای، نارګیل، کتابونه او نور نشراتي توکي صادروي او افغانستان بیا سریلانکا ته، قیمتي ډبرې، وچه مېوه او ځينې نور خوراکي توکي لېږي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم سریلانکايي چارواکو په هرات کې له افغانستان سره د خپلو سوداګریزو پروازنو د ډېرېدو راپور ورکړی و. د یادونې وړ ده چې به دې وروستیو کې افغان حکومت هڅه کوي، چې د هوا له لارې خپلې سوداګریزه اړیکې پراخه کړي، چې په همدې اړه یې له هند سره هم نېږدې دوه میاشتې وړاندې دوه هوايي دهلیزونه پرانستل، چې موخه د سوداګر پراختیا ده او په تېره بیا هند ته د افغانستان د تازه میوو صادرول دي. جمهورآژانس:کابل