$ 0 0 د برېکس غړیو هېوادونو مشران وايي، د تروریستانو په منځ کې ښه او بد نشته او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکي مسوول دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا لومړی ځل دی چې د برکس غړو هېوادونو مشران په یوه خوله په سیمه کې شته ترهګرۍ ډلې د امنیت له پاره ستر ګواښ او هغه هېوادونه چې ترې ملاتړ کوي، مسؤول بولي. که څه هم دغه مشرانو د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ښايي تر ډېره یې اشاره پاکستان ته وي، ځکه پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ تورن دی. د چین، روسیې، هند، برازیل او جنوبي افریقا مشرانو د چین په کشیامین کې د خپلې سرمشریزې په پای کې د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دي. دوی د جېش محمد، لشکر طیبه، طالبان، حقاني شبکه، القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، حزب التحریر، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په شمول سختدریځې ډلې د سیمې د امنیت لپاره کواښوونکې بللې او د دغو ډلو له لوري پر تشدد یې اندېښنه ښکاره کړې ده. د بریکس مشرانو، چې د پاکستان ستراتېژیک دوست هیواد چین هم پکې شامل و، د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې د یادو تروریستي ډلو ملاتړ کوونکي مسوول بولي. دوی دغه راز ویلي، ښه او بد تروریست نشته او باید څوک د ترهګرو تر منځ توپیر ونه کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا ولسمشر پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن کړ او ویې ویل چې نور د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو پناهځایونه زغملی نه شي. ټرامپ د افغانستان او سیمې په اړه د خپلې نوې تګلارې د اعلان پر مهال ویلي وو چې پاکستان له یوې خوا د امریکا څخه ملیاردونه ډالر تر لاسه کوي او له بلې خوا یې په خپله خاوره کې د امریکا دوښمنانو ته خوندي ځایونه ورکړي دي. که څه هم د ټرامپ د تګلارې تر اعلان وروستهچین د امریکا د دریځ په وړاندې د پاکستان ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زیاته قرباني ورکړې، چې باید له پامه ونه غورځول شي. خو د بریکس په سرمشریزه کې د چین په دریځ کې یوسلو اتیا درجې بدلون د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته پاکستان بل سخت ګوزار دی. جمهورآژانس:کابل