Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

د افغانستان او ۴ هېوادونو د ګډې پټلۍ د جوړېدو مطالعات بشپړ شوي

$
0
0
د افغانستان د اروګاډي پټلۍ اداره وایي، له څلورو نورو هېوادونو سره یې د ګډې پټلۍ د جوړېدو مطالعات بشپړ شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اورګاډي دغه پټلې د افغانستان، ایران، چین، تاجکستان او قرغزیستان تر منځ په ګډه جوړېږي. دغه پټلۍ د چین لپاره تر ټولو لنډه لار ده، چې دغه هېواد د وچې له لارې د ایران، ترکيې او اروپا له سترو بندرونو سره وتړي. د یادې پټلۍ پنځوس سلنه برخه له افغانستان څخه تېريږي او په دې برخه کې د دغه ادارې د فني او اقتصادي مطالعاتو لومړۍ او دویمه برخه مکمله شوې ده. د هېواد د اورګاډي پټلۍ اداره وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د پنځو هېوادونو د اورګاډي پټلۍ ادارو مسوولین سره وګوري او د ستونزو او پرمختګونو په اړه به یې پراخ بحثونه وشي. باید و ویل شي، چې د افغانستان، چین، ایران، قرغزیستان او تاجکستان پټلۍ ټول ټال ۲۲۰۰ کلیومتره اوږدوالی لري، چې په افغانستان کې یې کارونه له هرات ولایت پیل کېږي او پر شیرخان بندر ختمېږي. جمهورآژانس:کابل      

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>