$ 0 0 په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې تګلاره ستایلې او پر خپل حکومت یې غږ کړي، چې له پاکستان سره په معامله کې جدي او ښکاره دریځ ولري.د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې امریکا ته نور دا د منلو نه ده، چې پاکستان دې د طالبانو او حقاني شبکې پالل او ساتل همداسې روان وساتي.کنینګهم ویلي« پاکستان د تروریزم سره مبارزې کې قرباني ورکړې، خو موږ او نړیواله ټولنه باید دا واضحه کړو چې دا موږ ته د منلو نه ده چې پاکستان دې د طالبانو او حقاني شبکې پالل او ساتل همداسې روان وساتي.»هغه د امریکا په نوې تګلارې کې پر پاکستان فشار راوړل یو مثبت ګام وګاڼه او زیاته کړې یې ده، چې امریکا باید د پاکستان سره په معامله کې جدي او ښکاره دریځ ولري.دغه پخوانی امریکايي دیپلومات وايي، ډېرې لارې شته چې دا هدف ترلاسه شي، خو یوه خبره ښکاره شوه چې امریکا به افغانستان کي د امنیت او ثبات د راوستلو په برخه کې ژمنه وي او دا د تګلارې مهمه برخه ده.د هغه په وینا د نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم په دغه برخه کې مهم رول لوبولی شي، خو موږ باید په یوې مشخصې ډیپلوماتیکې تګلارې باندې تمرکز وکړو او مخ په بره ولاړ شو.نوموړي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې په نژدې راتلونکې کې به د سیمې د هېوادونو په کچه هلې ځلې پیل شي چې طالبان د سولې خبرو کېني.باید و ویل شي، چې د دوشنبې په ماښام خپله نوې تګلاره اعلان کړه، له افغانستان سره په مرستو یې ټېنګار وکړ خو پر پاکستان یې کلک انتقادونه وکړل چې له یوې خوا د امریکا میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي او له بلې خوا ترهګرې ډلې په سمه توګه نه ځپي. جمهورآژانس:کابل