Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

چین او پاکستان غواړي د افغان سولې له پاره زمینه برابره کړي

$
0
0
چین او پاکستان وايي په ګده به هڅه وکړي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه په یوه ناسته کې کړې دي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چې چین ته تللي له چیني وزیر وانګ یي سره په خبرو کې د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو په ګټه ده.نوموړي زیاته کړې، چین او پاکستان به په ګډه هڅه وکړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې زمینه برابره شي او دغه خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزه یوازې د مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.ده ویلي، هڅه به وکړي چې په نږدې راتلونکې کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر همدې موضوع خبرې وکړي.دا په داسې حال کې دهو چې دوه ورځې وړاندې هم د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په کابل کې ویلي وو، چې دوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په برخه کې د درېیمګړي رول ادا کولو ته تیار دي.چین او پاکستان یو ځل بیا پر داسې مهال د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته د زمینې د برابرولو هڅې پیل کړې، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله ستراتېژي اعلان او پر پاکستان یې سختې نیوکې وکړې.ولسمشر ټرامپ و ویل، چې پاکستان له یوې د امریکا څخه ملیاردونه ډالر تر لاسه کوي، له بلې خوا په خپله خاوره کې د امریکا دښمنان ساتي.هغه ویلي، نور امریکا ته دا د منلو نه ده، چې پاکستان دې له ترهګرو ملاتړ وکړي او په خپله خاوره کې دې پټنځایونه ورته ورکړي.د ټرامپ د تګلارې له اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم پاکستان ته ګواښ کړی وو چې که د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، نو امریکا ملاتړ به له لاسه ورکړي.هغه دا هم ویلي و که پاکستان دا کار ونه کړي، نو امریکا به ترهګر په هر ځای، چې وي په نښه کړي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>