Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

د امریکا ستراتېژۍ د پاکستان او طالبانو له پاره یو بل فرصت دی

$
0
0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ او پر پاکستان یې غږ وکړ، چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن یې په ارګ کې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه خبرې کولې و ویل، چې د دغه ستراتېژۍ په اعلان سره نور افغانستان له ګونګ او مبهم حالت څخه و وتلو او دا څرګنده شوه، چې افغانستان په خبل خارجي سیاست کې بریالی دی.ښاغلي غني زیاته کړه، چې اوس د افغان حکومت په خارجي سیاست کې لومړیتوب دا دی، چې څه ډول کولای شي افغانستان ته دایمې سوله او ثبات راولي، پرمختګ ته زمینه برابره کړي، له نړیوالو شریکانو او په درېیمه برخه کې له ګاونډیو او اسلامي نړۍ له هېوادونو سره دوه اړخیزه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.ولسمشر و ویل، چې افغانستان ۴۰ کاله بحران او ورانی لیدلی او اوس د ټولو ملي رسالت دا دی، چې دغه بحران پای ته ورسوي تر څو راتلونکي نسلونه د آرام ساه واخلي.نوموړي و ویل، چې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا ستراتېژۍ هر اړخیزه ده او هغه کړیو او ترهګرو ډلو ته یې دا په داګه کړه، چې مخکې په دې فکر و، چې امریکا ساعت لري او دوی د فرصت په انتظار دي، چې کله امریکا له افغانستان څخه وځي.هغه و ویل« زه اوس دغه کړیو او ډلو ته وایم، چې اوس تاسې ساعت واخلی ځکه نور زغم او حوصله پای ته رسېدلی دی»ښاغلي غني به خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي او د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي.ولسمشر و ویل«طالبانو ته وایم، که په دې فکر کې وی، چې جنګ ګټلی شي، دولت پرځولی شي او دا جغرافیه په دوه جغرافیو وېشلی شي دا فکر مو له سر نه وباسۍ، ستاسو دسیسي او فتنې له ورانۍ او وژنو پرته بل څه نهدي، یوازینې د لاره سیاسي حل لاره ده، بیا هم درباندې غږ کوم، چې که واقعآ افغانان یۍ، د سولې لار ونیسي، موږ د سولې او مرکو وطن یو، موږ هېڅ وکړي ته ځواب نه ورکو، تر څو هغه خپل وطن نه وي خرڅ کړی، د مور د شیدو عزت وکړی، د خوندو غزت ته مو پام وکړی، دا لار نه ده، نو ځکه نن یوه ورځ ده او د عطف یو ځای ده، چې موږ د یوه ولس په حیث ټول شو، زموږ په منځ کې د عفوې او پخلا کولو عننه له پیغبر (ص) څخه راپیل شوې، زموږ ټول قومونه لار سوله او جرګه ده، اړینه ده د سولې لار ونیسو، تر څو ثبات ته ورسېږو.»دغه راز ولسمشر غني همدې ستراتېژۍ ته په اشارې سره پر پاکستان هم غږ وکړ، چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانستان پر وړاندې په خپله پالیسۍ کې ژور بدلون راولي.ښاغلي غني و ویل، چې یو بې ثباته افغانستان د هېچا په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه نه دی او د افغانستان بې ثباتې به تر ټولو زیات منفي اغېز پر پاکستان وکړي.ولسمشر و ویل«زه یو ځل بیا پر پاکستان غږ کوم چې نن یوه نړیواله اجماع راغلې ده، پاکستان باید په خپله پالیسۍ نوی فکر وکړي، دا یو فرصت دی، موږ له پاکستان سره دولت په دولت چې د دواړو لورو غزت، وقار او خپلواکي په کې نښغتی وي، تر منځ د خبرو اترو غوښتونکي یو، دا دې واضح وي، چې افغانستان هېڅ کله هم د پاکستان د بې ثباتۍ له پاره اقدام نه دی کړی، نو ولې بهرنۍ خاوره زموږ د ولس د وګړو پر ضد وکارول شي، زموږ حوصله له ډاره نه ده، موږ غواړو، چې کوچینۍ خبرې د لویو کارونو مخه ونه نیسي، باید هر اړخیز شرایط برارو کړو او د جګړې پر ځای د خبرو اترو او سولې لار خپله کړو، ځکه ګډ مشترکات او ګټې لرو.»ښاغلي غني پاکستان ته په اشارې وړاندې و ویل« افغانستان پخوانی افغانستان نه دی، اوس افغانستان نړیوال اعتبار تر لاسه کړی، د افغانستان موقعیت په نړیوال اجماع کې واضح شوی دهی، ګڼې اقتصادي لارې لري، موږ له سیاسي نظره د ټولو ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره منسجمې او د پیشبنۍ وړ اړیکې غواړو، هیله ده د پاکستان چارواکي دغه پیغام واوري او دا شرایط براشي.»ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اعلان سره افغانستان له مهبم حالت څخه و وتلو او په وینا یې اوس هغه فرصت او ماحول برابر شویو چې افغانانو یې له کلونو هیله درلوده.ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې افغانستان باید له دغه فرصت څخه سیمه ګټه پورته کړي، روان بحران ته د پای ټکی کېږدي، اساسي قانون پلی کړی، اصلاحات راولي، تر څو دایمې سوله او ثبات رامنځ ته شي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles