$ 0 0 په داسې حال کې، چې امریکا تازه د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتېژۍ اعلان کړې روسیې ویلي، امریکا د دوی له همکارۍ پرته په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه شي ګټلی.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د نړیوالې شورا د فدراسیون مرستیال ولادیمیر جباروف کړې او ویلي یې دي، چې واشنګټن به په افغانستان کې د مسکو له همکارۍ پرته جګړه وبایلي.جباروف زیاته کړې، چې امریکا په دې کار سره یوازې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو امنیت ساتي او د جګړې کابو کولو لپاره کوم پلان نه لري.هغه پر سپینه ماڼۍ غږ کړی، چې باید د سیمې له هېوادونو او ځايي سازمانونو سره اړیکې ښې کړي.روسیې دغه غبرګون پر داسې مهال ښودلی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وړمه شپه د افغانستان او سیمې په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړه.د ټرامپ په نوې ستراتېژۍ کې افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو لېږل، له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو د نېټې نه معلوملو، پر پاکستان فشار راوړل، له هند څخه د افغانستان په پرمختګ کې د مرستې غوښتل او دغه راز د افغان حکومت له لوري د اصلاحاتو په راوستلو ټينګار شوی دی.جمهورآژانس:کابل