Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

په افغانستان کې د امریکا غلطو کړنو ترهګري لا پياوړې کړې ده

$
0
0
پخوانی ولسمشر حامد کرزي د نوي کال د پیل په مناسبت په پیغام کې ویلي، چې د امریکا د غلطو کړنو له امله ترهګر په افغانستان کې پیاوړي شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د امریکا غلطو کړنو نه یوازې په افغانستان کې ترهګري ختمه نه کړه، بلکې د ترهګرو تازه ډلې لکه داعش او نورې یې راپیدا کړې.ښاغلي کرزي پر امریکا نیوکې کړې چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه راغله خو لا هم دغه پديده پر خپل حال ده او یا یې وده کړې، د جګړو زیانونه یې ملکي افغانانو ته اوړي.پخواني ولسمشر تېر کال له جګړو او ویرونو ډک کال بللی او نوي کال ته یې د سولې او آرامۍ هیله کړې ده.حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي، د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په وینا یې اجازه ورنکړي، چې بهرنیان د دوی په پلمه او له دوی نه په استفادې بې ګناه افغانان و وژني.نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان په روان حالت کې په سیمه کې د همکاریو پر ځای د سیمه ییز تقابل پر ډګر اوړي او پر افغانانو یې غږ کړی چې له دغه حالته د هېواد د ژغورلو لپاره سره یو لاس شي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولس غوښتي چې د ملي اجماع د جوړولو او پر یوه ملي دریځ د راټولیدلو لپاره دې هڅې وکړي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>