$ 0 0 د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، يوازې د سيمې د هېوادونو ګډې هڅې کولای شي چې په افغانستان کې ټيکاو راولي.د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف له انټرفاکس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې جوړيدونکې غونډه کې د امريکا ګډون هم مهم دی.ښاغلي کابلوف ویلي«هيله لرو چې همغږې نړيوالې هڅې د افغانستان سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.»ټاکل شوې د مسکو غونډه چې کوربتوب به یې روسیه کوي، د اپريل مياشتې په ۱۴ جوړه شي.په دغه ناسته کې به د افغانستان او روسيې سربېره به پکې د پاکستان، هند، چين، ايران او مرکزي اسيا هېوادونه هم ګډون وکړي.که څه هم روسي چارواکي په دې غونډه کې په ټينګار سره د امريکا د ګډون غوښتنه کوي، خو د امريکا د متحدو ايالتونو چارواکو تر اوسمهاله د خپل ګډون يا نه ګډون په تړاو څه نه دي ويلي.جمهورآژانس:کابل