Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

ګڼې نړیوالې ترهګرې ډلې په زابل کې فعالیت لري

$
0
0
د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، د لشکر جنګوي العالمي او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو وسله وال په زابل ولایت کې فعالیت لري.د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانمل ویلي، چې دغه ترهګر د زابل په ده چواپان او ارغنداب ولسوالیو کې فعالیت کوي.نوموړي زیاته کړې، چې له دغو ډلو سره، تاجکستاني، چیچن، ازبک او نور جنیګیالي هم شته دي، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.زابل والي په دغه ولایت کې د یادو وسله والو پر شتون اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې که پر وخت یې پر وړاندې اقدام ونه شي، ستونزې په ډېرې کړي.په ورته وخت کې د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ویلي، چې د بهرنیو جنګیالیو د ۳۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ د ارغنداب او خاک افغان په ولسوالیو کې ځای پر ځای شوې دي.د هغه په وینا که پر وخت دیادو وسله والو پر وړاندې اقدام و نه شي ښایي ستر ګواښونه د زابل په ګډون نورو ولایتونو ته هم جوړ کړي.باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د زابل چارواکو او ولایتي شورا په دغه ولایت کې د بهرنیو ترهګرو وسله والو له فعالیت څخه خبردارۍ ورکړی وو.جمهورآژانس:زابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>