Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

د کندهار د وروستي برید پلان په کوټه کې جوړ شوی و

$
0
0
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، لومړنۍ څېړني ښيي، چې په کندهار کې وروستی برید په کوټه کې طراحي شوی و.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې طراحي شوی او پلان شوی و.نوموړي زیاته کړې چې دغه برید د کوټې ښار ته په غځېدلې لاره کې د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې پلان شوی او په وینا یې دا مدرسه د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مرکز دی.د ملي امنیت ریاست په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو زیاتوي چې د یاد ریاست کارکوونکوي له عربي هیئت سره یو ځای د پېښې په اړه لا ډېرې پلټنې کوي.تر دې وړاندې هم افغان امنیتي چارواکو ویلي چې د کندهار برید د هېواد له مرزونو بهر پلان شوی دی او داسې مواد پکې کارول شوي چې تر دې وړاندې په کوم برید کې نه دي کارول شوي.دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ افغان ولسمشر هم د پاکستان د پوځ له مشر سره په تلېفوني خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو عاملان په پاکستان کې دي او آزادانه فعالیت لري.د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم ویلي، چې دغه برید په پاکستان کې د حقاني شبکې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې آی اېس آی له خوا پلان شوی ووجمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>