$ 0 0 پخواني جهادي مشر، د ثبات او حراست شورا د رهبرۍ شورا غړی عبدالرب رسول سیاف له افغان حکومت سره د اسلامي حزب د سولې خبرو ته په اشارې سره وايي، د هر هغه ګام هرکلی او ملاتړ کوي، چې پر مټ یې په افغانستان کې سوله راځي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف دغه څرګندونې نن د ثبات او حراست شورا له خوا د مجاهیدونو د بریالیتو د ورځې(د غوایي ۸ مې) په نمانځ غونډه کې وکړې.ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې وايي، که د سولې په برخه کې مشورې او مرسته ترې وغوښتل شي، چمتو دی، چې مرسته وکړي، خو په وینا یې حکومت باید لومړی سوله تعریف کړي.ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې وویل«که د سولې به برخه کې له موږ مشهور وغوښتل شي اماده یو، چې دغه مرسته وکړ، موږ د سولې د هرګام هرکلی کو، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې روانې دي، موږ یې ملاتړ کو، موږ یې نه یوازې مخالف نه یو، بلکې هرکلی یې کو، باید سوله وشي باید راشي دا یې خپل کور دی، موږ د سولې په تړاو د هر هغه ګام هرکلی او استقبال کو، چې پر مټ یې افغانستان کې سوله راځي.»نوموړي په خپلو خبرو کې حکومت ته دا سپارښتنه هم وکړه، چې د سولې په برخه کې له ولس سره هره خبره شریکه کړي او په دې برخه کې له ملت نه مرسته وغواړي.پخواني جهادي مشر یو ځل بیا د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې هغه لار چې دوی پرې روان دي، سمه نه ده، بلکې د قتل او قتال لار ده.هغه په خپلو خبرو کې وویل«زه پر وسله والو مخالفینو غږ کوم، دغه لار چې تاسو نیولې، دا جهاد نه بلکې خیانت دی، زه درته وایم، چې نور دا د غلامۍ توق له غاړې لرې کړی، د پردیو له مزدورۍ نور تېر شی.»ښاغلي سیاف د خپلو خبرو پر یوه برخه کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول په پاکستان غږ وکړ، چې نور د افغانستان له کمزورلي کولو او ذلیل کولو لاس واخلي.هغه وویل د ګاونډیو هېوادونو نننۍ ازادۍ د افغانستان د ولس د جهاد ثمره ده چې باید درناوی یې وکړي، که نه بیا به داسې ورځ پرې راشي، چې له ځان نه به دفاع نه شي کولای. ښاغلي سیاف زیاته کړه، چې د سره سېلاب یا روسي لښکرو مخه همدغه میړني افغان ولس ونیوله او دا د پاکستان پخوانیو مشرانو هم منلې.جمهورآژانس:کابل