$ 0 0 د سولې به برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار قطب الدین هلال وايي، په نېږدې راتلونکې کې به د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي هلال دغه څرګندونې تېره ورځ خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب د سولې عالي شورا او اسلامي حزب ترمنځ خبرې اترې هم خپل وروستیي پړاو ته رسېدلي دي.نوموړي وویل، چې د اسلامي حزب مشر په افغانستان کې دی او په نېږدې راتلونکې کې به کابل ته راشي، چې په راتګ سره به یې د ده په وینا د افغانستان په سیاست کې رغنده رول ولوبوي.هلال دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د اسلامي حزب یو بل لوړ پوړی پلاوی هم څو ورځې کابل ته راغی او لا هم د افغان سولې د عالي شورا سره په خبرو اترو بوخت دي.جمهورآژانس:کابل