Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31122

هلمند کې څلور تنه ماین پاکان و وژل شول

$
0
0
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د ډافا ماین پاکۍ موسسې څلور تنه ماین پاکونکي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په اوبازانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، وسله والو طالبانو پر ماین پاکانو حمله کړې، څلور تنه یې ترې وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.د نوموړي په خبره چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او نور جزیات به وروسته په ډاګه شي.په ورته وخت کې امنیتي سرچینې وايي، وسله والو د ټاګونو په وسیله پر ماین پاکانو برید کړی ځینې يې پر ټاګونو وهلي او یو تن یې ژوندی له ځان سره وړی.تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ماین پاکان د وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي وو.جمهور آژآنس:هلمند

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31122

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>