$ 0 0 پاکستاني رسنۍ له تېرې ورځې راهیسې د ګلف نیور د راپور پر بنسټ خبر ورکوي، چې د پاکستان طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په ننګرهار کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی، خو د ننګرهار چارواکي دا خبر په کلکه ردوي.د جمهور آژآنس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو دا ادعا هم کړې، چې له ملا فضل الله سره د هغه ملګري او یوه مېرمن هم وژل شوې.خو د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، ملا فضل الله نه په افغانستان کې شته او نه هم په ننګرهار کې وژل شوی.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل«دا خبر ځکه دورغ دی، چې ملا فضل الله په افغانستان کې نشته»پاکستان په وار وار ادعا کړې او تور یې پورې کړی، چې د پاکستاني طالبانو مشر په افغانستان کې دی خو افغان چارواکو د پاکستان دغه هر ځل په کلکه رد کړې او ویې یې دي، چې افغان حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې ملا فضل الله په افغانستان کې دی او له امریکا یې غوښتي و، چې ویې وژني.له همدې امله یو ځل بیا پاکستاني رسنیو ادعا کړې، چې ملا فضل الله د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په ننګرهار کې وژل شوی.خو د خیبرپښتونخوا سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک هم د پاکستان دغه ادعا رد کړې چې ګڼې ملا فضل الله په افغانستان کې دی او هلته وژل شوی.ښاغلي خټک ویلي، چې دا د پاکستان د حکومت یو کمپاین دی، چې په لار یې اچولې او له دې لارې غواړي، د پاکستان د مشکل بهرنی اړخ وښيي، په داسې حال کې چې په وینا یې د پاکستان مشکل د دغه هېواد داخلي ستونزې دي.جمهور آژآنس:کابل