Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

ننګرهار کې نور ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي

$
0
0
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د داعش ډلې ۲۵ تنه جګړه مار وژل شوي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه داعش وسله وال تېره ورځ د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وژل شوي.سرچینې ویلي، چې داعش وسله وال د یادې ولسوالۍ د چونګۍ په سیمه کې راغونډ شوي و او غونډه یې درلوده، چې هوايي برید پرې وشو.که څه هم په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه برید د افغان ځواکونو له خوا شوی او که د بې پیلوټه الوتکې له خوا وايي په برید کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي.دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه او ورځ هم د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې د دوه قوماندانو په ګډون د داعش ۱۶ جنګیالي وژل شوي وو.جمهور آژآنسمعروف سادات:ننګرهار

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>