$ 0 0 د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ تمریناتي سیالې کې ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.د جمهور آژآنس د خبر له مخې د نړیوال جام تمریناتي سیالې چې نن په بنګلدېش کې پیل شوې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ایرلېنډ لوبډلې سره تر سره کړه.د دغه لوبې پچه افغان لوبډلمشر احسان الله جنت وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۷ منډې وکړې او ایرلېنډ لوبډلې ته یې ۲۷۸ هدف وټاکه.د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې خپله لوبډل مشر ښه وځلېده د ۴ شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پر مټ یې ۱۳۳ منډې وکړې.دغه راز طارق ستانکزي ۴۰، راشد خان ارمان ۳۲، کریم جنت ۲۴ او اکرام فیضي ۲۰ منډې وکړې.د ایرلېنډ لوبغاړو د لوبې په ۴۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې او د ۱۲۷ منډو په توپیر سره یې لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.د افغان توپ اچوونکو له لوري، کریم جنت ۲، ضیاالرحمن اکبر۲، راشد ارمان، مسلم موسی، طارق ستانکزي، نجات مسعود، ظاهر خان او شمس الرحمن یو یولوبغاړي وسوځاوه.باید وویل شي، چې افغانستان دوهمه تمریناتي لوبه له نیوزیلنډ لوبډلې سره لري، چې دوه ورځې وروسته به تر سره شي.جمهور آژآنس:کابل