$ 0 0 د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د منګل باغ او داعش وسله والو تر منځ په یوه غونډه بمبار کړی.د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د اچین ولسوال حاجي غالب زیاتوي، چې دغه بمبار تېر ماښام پر یاده غونډه شوی دی.نوموړي ویلي، چې د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کې د منګل باغ او داعش تر منځ غونده وه، چې افغان هوايي ځواک پرې بمبار کړی.نوموړی وايي، د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي شوي.دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په اچین او چپرهار کې د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۸ داعش وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.جمهور آژآنسمعروف سادات:ننګرهار