Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

د روسیې ولسمشر پوتین د طالبانو له مشر سره کتلي

$
0
0
د برېتانیا چاپ سنډي ټایمز خپرونې په یوه راپور کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپویتن او د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور سره کتلي او له داعش سره پر مبارزې یې خبرې اترې کړې دي.د جمهور آژآنس د خبر له مخې یادې رسنۍ د طالبانو د یوه جګپوړي مقام له قوله راپور ورکوي، چې ښاغلي پوتین او ښاغلي منصور د تېر سپټمبر په میاشت کې په تاجکستان کې په یوه پوځي اډه کې په پټه سره کتلي.سنډي ټایمز خپرونې زیاته کړې، چې د روسیې ولسمشر او د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې د داعش سره پر مبارزې او دغه راز له طالبانو سره د روسې پر مرسته غږېدلي.د اخترمحمد منصور په مشرۍ د طالبانو د ډلې یوه جګپوړي مقام سنډې ټایمز ته دا هم ویلي چې روسیې په هلمند ولایت کې د طالبانو په لاس د څو مهمو ولسوالیو له سقوط مخکې دې ډلې ته د وسلو او مالي ملاتړ ډاډ ورکړی و.په ورته وخت کې دې مقام د موضوع د حساسیت له کبله چې نه غواړي هویت یې افشا شي د کشفي معلوماتو په حواله ازادي راډیو ته ویلي، چې د کوټې د شورا یوه غړي- چې په غالب ګومان ملااخترمحمدمنصور به وي، د روسیې له یوه مهم چارواکي سره کتلي دي خو دا مقام زیاتوي، دوی ته څرګنده نه ده چې دا روس مقام به دقیقا څوک و.که څه هم کرملین او طالبانو دواړو دغه خبرې رد کړې، خو د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څو ورځې وړاندې ویلي و، چې روسیې له طالبانو سره د داعش د موضوع په اړه خبرې اترې کړې.نوموړي ویلي و، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې د روسیې او طالبانو ګټې مشترکې دي، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دوی له داعش سره د مبارزې په خاطر د هېچا مرستې ته اړتیا نه لري.په ورته وخت کې په کابل کې د روسیې سفیر تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین حکمت خلیل کرزي سره په کتنه کې تایید کړه چې روسیه د داعش ډلې پرضد په مبارزه کې د همغږۍ لپاره له طالبانو سره اړیکو ته لیوالتیا لري.د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، الکساندرمانتیڅکي Alexander Mantytskiy دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې حکمت خلیل کرزي د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه توضیحات ترې وغوښتل.بیان د مانتیڅکي له قوله ليکي چې روسیې د افغانستان جګړې ته د یوې سیاسي حل لارې د موندلو په مقصد له طالبانو سره تماسونه نیولي.جمهور آژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>