$ 0 0 د حقاني علماء کرامو د یوې فتوا په صادرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال کوم امیر نشته او نه هم د کوم امیر المومنین اطاعت شته.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلامیه د طالبانو د دوه ډلو تر منځ چې د یوې مشري ملا اختر محمد منصور او د بلې ملا محمد رسول کوي، د جګړو وروسته خپره شوې ده.دغه اعلامیه چې په ۱۵ مخونو کې خپره شوې په کې ویل شوي، چې د طالبانو تر منځ جګړه ناروا ده.په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد دی خو په وینا یې دا جهاد پر هغه طریقه نه دی، څنګه چې په اسلامي ارشاداتو کې راغلي دي.د حقاني علماء کرامو په دې اعلامیه کې که څه هم د کوم چا نوم نه دی اخستل شوي خو په کې ویل شوي، چې په افغانستان کې دا مهال کوم امير نشته بلکې په وینا یې د يوي سيمي لپاره امير د اسلامي ارشاداتو له مخې پر دريو طريقو ټاکل کيږي خو اوس مهال کوم امير د دې اسلامي طريقو څخه پر يوه هم نه دى ټاکل شوى. په دي اعلاميه کې ټولو هغه ديني عالمانو خپل لاس ليکونه هم کړي دي چې د دې طالبانو تر منځ د اختلافاتو له منځه وړل غواړي.تر اوسه د وسله والو طالبانو دواړو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.جمهور آژآنس:کابل