Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

پاکستان دې د ولسمشر غني بلنې ته مثبت ځواب ورکړي

$
0
0
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پاکستان ته د سولې د خبرو اترو وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ولي خان افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پاکستان ته د سولې د خبرو اترو په هلکه د بلنې هرکلی وکړ. نوموړي ویلي، پاکستان ته د ولسمشر غني بلنه یوه مثبته اقدام ده چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو په کمولو کې مرسته وکړي. ولي خان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د ولسمشر غني بلنې ته مثبت ځواب ورکړي ځکه په سیمه کې سوله او امنیت له اقتصادي ودې او پرمختګ سره مستقیم تړاو لري. باید و ویل شي ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ په خپله وینا کې و ویل، چې افغان حکومت له پاکستان سره د سولې هر ډول سیاسي خبرو اترو ته چمتو دی. ښاغلي غني و ویل، چې له پاکستان سره هر اړخیزه مذاکراتو ته تیاری لري او له پاکستان سره سوله یې په ملي اجنډا کې ده. افغان ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه، چې افغانستان هېڅوک په زور نه شي اړویستی چې خپلې غوښتنې پرې ومني. افغان حکومت دا خبرداری هم ورکړی، چې که پاکستان د ترورېستي ډلو ملاتړ ته دغه‌ شان دوام ورکړي، د کابل او اسلام‌اباد تر منځ اړیکې به نورې هم خرابې شي. د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد وايي، که پاکستان له افغان دولت سره سوله ونه‎ کړي او د ترورېستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، نه ‌یوازې اړیکې به ‌یې له افغانستان سره خرابې شي، بلکې د نړیوالو له زیات فشار سره به هم مخ شي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې یې وړاندوینه شوې ده. جمهورآژانس:کابل      

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>