$ 0 0 د چین اوهندوستان په ګډون د برېکس هېوادونو سازمان په افغانستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې غندلي او پر سولې یې ټینګار کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان نهمه سرمشریزه غونډه نن دوشنبې د وږي ۱۳ مه د چین د فیجیان ایالت په زیامین ښار کې جوړه شوه او په کې د یادو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې. دوی د نورو علاقې وړ مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر سولې او امنیت هم خبرې وکړې او وروستي ترهګریز بریدونه یې په کلکه وغندل. د دغې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې دافغان جګړې او تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه شوې ده. د برېکس سازمان دغه راز د افغانستان اوافغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د پروسې او په دې برخه کې د نړیوالو هلو ځلو ملاتړ کړی دی. ياد سازمان د افغانستان په اړه د مسکو د غونډو، د استانبول پروسې، د اسیازړه کنفرانس او نورو هغو هڅو ملاتړ کړی چې د افغان سولې لپاره تر سره کیږي. د برېکس سازمان په اعلامیه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هلو ځلو ستاینه هم شوې. باید و ویل شي، چې برېکس د مخ پر ودې هېوادونو سازمان دی چې چین، هندوستان، روسیه، برازیل او سوېلي افریقا یې غړیتوب لري او په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې جوړ شوی دی. جمهورآژانس:کابل