$ 0 0 د سیمې اوسېدونکي وايي، امریکايي ځواکونو په لوګر ولایت کې د هوايي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ ولسي وګړي وژلي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې دغه پېښه نن سهار د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند دشت باري سیمه کې رامنځ ته شوې ده.د سیمې اوسېدونکي ویلي امریکايي ځواکونو په دې سیمه کې پر یوه کور بمبار کړی، چې په کې یې د کور ټول غړي وژل شوي دي.د دوی په خبره په سیمه کې د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه هم غورځېدلې ده او دا مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.د سیمې د اوسېدونکو په خبره په پېښه کې وژل شوي کسان اصلي د خوست ولایت اوسېدونکي و، چې دا مهال په یاده سیمه کې اوسېدل.د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم په دشت باري سیمه کې پر یوه کور د هوايي بریدونو او په کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی کوی، خو وايي کره شمېره یې تر اوسه نه ده معلومه.سلیم صالح وايي، د پېښې د څېړنې په موخه امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي او ورته به معلومات له رسنیو سره شریک شي.په ورته وخت کې صالح په یاده سیمې کې د یوې الوتکې د غورځېدو خبره رد کړه او ویې ویل، چې دغه الوتکه د سرتېرو تر ښکته کولو په موخه په سیمه کې ناسته وه او بېرته الوتې.وسله والو طالبانو هم ویلي، چې په لوګر ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه رانسکوره کړې او په کې ټول سپاره سرتېري یې وژلي دي.دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم پر ولسي وګړو هوايي برید شوی و، چې په کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي و.باید و ویل شي، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو هوايي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې ولسي وګړو ته درانده زیانونه هم اوښتي.جمهورآژانس:لوګر