د پاکستان د دفاع شورا په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر، مولانا سميع الحق، وایي، د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې مولانا سميع الحق د تېرې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس پر خلکو د جهاد غږ وکړ او و ویلي یې دي، چې موږ په افغانستان کې د امريکايانو په ضد جنګېږو.د دفاع پاکستان کونسل د مذهبي ګوندونو په دغه اتحاد کې نژدې څلویښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې یو شمېر یې د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان د حکومت له خوا، تحریم شوي هم دي.له سميع الحق سره جهادي مشر فضل الرحمان خليل او د پخواني پوځي مشر ضیا الحق زوی اعجازالحق هم ملګري دي.خلیل ويلي، ناشونې ده چې پاکستان دې د حقاني شبکې پر خلاف اقدام وکړي ځکه په وينا يې امريکا په سيمه کې امن نه غواړي.د پاکستان یو شمېر مذهبي مشران دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تېره اوونۍ د افغانستان او سیمې په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړه.ټرامپ په خپلو خبرو کې و ویل، چې پاکستان له یوې خوا د امریکا څخه ملیاردونه ډالر تر لاسه کوي، او له بلې خوا یې په خپله خاوره کې د امریکا دښمنانو ته پټنځایونه ورکړي دي.د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې د پاکستان دا دوه ګونی چلند ورته د منلو نه دی او نور یې پر وړاندې صبر تمام شوی دی.د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پاکستان ته خبردارۍ ورکړ، چې که د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډولو پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، د امریکا ملاتړ به له لاسه ورکړي او امریکا به ترهګر په هر ځای کې چې وي، په نښه کړي.جمهورآژانس:کابل