Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

امریکا کولای شي له ترهګرو ملاتړ کوونکي پاکستاني چارواکي په تور لېست کې شامل کړي

$
0
0
په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، امریکا کولای شي د پاکستان هغه مسؤول چارواکي، چې له ترهګرو یې ملاتړ کړی دی، په یوه تور لېست کې شامل کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې ستراتېژي ستایلې او دغه تګلاره یې زړوره او عملي بللې ده.نوموړي ویلي، چې سپینې ماڼۍ په ډېره زړورتیا سره له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان پر ملاتړ وضاحت ورکړی دی.خلیلزاد له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا کولې شي پر پاکستان د خپلو مرستو د بندلو سربیره، هغه اشخاص او صاحب منصبان چې په پاکستان کې له ترهګرو او تُندلارو څخه د ملاتړ کولو مسؤول دي په یو تور لیست کې شامل کړي.دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان ایکسپرېس ټربېیون ورځپانه په یوه لیکنه کې ویلي و، چې امریکا ښايي پر ځینو پاکستان چارواکو، چې له ترهګرو سره اړیکې لري، بندیزونه ولګوي.ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، که څه هم د دغه پاکستاني چارواکو نوم نه دی په ډاګه شوي، خو په وینا یې داسې ویل کېږي، چې دغه احتمالي بندیزونه د سیمې لپاره دامریکا د نوې تګلارې یوه برخه ده.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>