Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

د طالبانو د ملا رسول ډلې هم د امریکا نوې تګلاره رد کړې ده

$
0
0
د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې هم د امریکا د ولسمشر وروستۍ اعلان شوې ستراتېژي رد کړې او له امریکا یې غوښتي، چې افغان وژنه بس کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانانو د قربانیو په پایله کې امریکا د روسیې له شر او ګواښ څخه خلاصه شوه.په خبرپاڼه کې پر امریکا غږی شوی، چې افغانان پریږدی، خپله ستونزه په بین الافغاني تفاهم حل کړي، ځکه په وینا یې تاریخ دا ثابته کړې چې افغانانو خپلې ستونزې په جرګو مرکو کې هوارې کړې دي.په ورته وخت کې د ملا محمد رسول ډلې پر افغانانو غږ کړی، چې اختلافات شاته کړي او په اتفاق اواتحاد سره خپلې ستونزې هوارې کړي.دوی له اسلامي هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان شخړې د حل په برخه کې خپل رول ادا کړي.دغې ډلې دامریکا پر ضد خپلې مبارزې ته د ادامه ورکولو اعلان هم کړی دی.باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځې مخکې تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه ، هغه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او په افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه وکړه.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>