Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

طالبانو د سعودي سفارت پر څرګندونو غبرګون ښودلی

$
0
0
وروسته له هغې چې کابل کې د سعودي عربستان سفارت شارژدافیر طالبان یوه ترهګر او د حکومت ضد ډله وبلله، طالبانو د هغه پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت شارژدافير مشاري بن مزعل الحربي په خپله یوه مرکه کې ویلي و، چې طالبان ترهګر دي او د سعودي حکومت یې د یوې ترهګرې او حکومت ضد ډلې په توګه پېژني.هغه دا هم ویلي و، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي چارو وتلی او د دې پر ځای د طالبانو له پاره د تمویل او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو پر دفتر بدل شوی دی.شارژدافیر زیاته کړې وه، چې په قطر کې د طالبانو دفتر ددې سبب شوی، چې دغه ډله تقویه شي او نورې مالي سرچینې پیدا کړي.خو وسله والو طالبانو د سعودي سفارت پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې سعودي عربستان دې هڅه وکړي، چې د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته وکړي او د امریکایانو په وتلو کې خپل رول ادا کړي.طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې دوی برحقه دي او د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.طالبانو ویلي، چې سعودي باید د یوه اسلامي هېواد په توګه د دوی د دریځ ملاتړ وکړي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>