Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

د حزب اسلامي قومندان قلم کابل کې وژل شوی دی

$
0
0
راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې د حزب اسلامي یو پخوانی قومندان قلم له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنۍ وايي، پېښه تېره شپه په کابل ښار کې رامنځ ته شوې ده.سرچینې وايي، په دغه نښته کې د حزب اسلامي پخوانی قومندان چې په قلم مشهور وژل شوی دی.که څه هم کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د هغه نږدې کسان وايي، پولیسو پر قوماندان قلم ډزې کړې او وژلی یې دی.سرچینه وايي چې په پېښه کې د قومندان زر داد فریادي یو ورور هم ټپي شوی دی.په ورته وخت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په بګرامیو کې د ځمکې پر سر نښته شوې چې له امله یې قومندان قلم او د قومندان زرداد یو ورور حاجي شیر اقا وژل شوي دي.حزب اسلامي هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>