Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31158

د ملي یووالي حکومت باید سیاسي بې باورۍ ته د پای ټکی کېږدي

$
0
0
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د ملي یووالي په حکومت کې د سیاسیون تر منځ بې اعتمادي زیات شوې او حکومت ته پکار ده، چې نور دغه بې باورۍ ته د پای ټکی کېږدي.د جمهور آژانس د خبر له مخې نبیل چې نن په کابل کې د «د افغانستان خلکو محور» تر نامه لاندې د نوي اتیلاف د اعلان په غونده کې خبرې کولې و ویل، چې د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره ستونزې لا زیاتې شوې، او خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري.نوموړي و ویل که څه هم افغانستان له پخوا، په تېره بیا په تېرو ۱۴ کلونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې په وینا یې هغه هم د دې امله چې په ځینو برخو کې افغانانو خپل واک نه درلود، نن ستونزې تر پخوا لا ډېرې شوې دي.هغه دا هم و ویل، چې ځینې خلک اساسي قانون د خپلو ګټو له پاره تر پښو لاندې کوي، چې دغه کار د ولس او په تېره بیا د سیاسیون تر منځ بې باوري زیاته کړې ده.ښاغلي نبیل زیاته کړه، چې د دې ستونزې تر ټولو ستر لامل خپله د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ سیاسي، قومي او نور اختلافونه دي.د نبیل په وینا د حکومت د مشرانو دغه اختلافونو او د واضح لید لوري نه درلودل، له خلکو لار ورکه کړې او د خپل راتلونکي په اړه په اندېښنه کې دي.دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو همدې اختلافاتو سیاسیون هغه په که په داخل د حکومت کې دي او که بېرون له حکومت څخه دي هم اندېښمن کړي او د سیاسیون تر منځ یې بې باوري زیاته کړې ده.د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر حکومت غږ وکړ، چې نور خپل منځي اختلافاتو او د سیاسیون او ولس تر منځ بې باوري ته د پای ټکی کېږدي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31158

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>