Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

پاکستان به د ترهګرو پر وړاندې رښتینی اقدام و نه کړي

$
0
0
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ریښتینی نه دی او دغه هېواد به له افغانستان سره د ګډو عملیاتو پر مهال هم د ترهګرو پر وړاندې رښتینی ګام اوچت نه کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، پاکستان په ریښتینې توګه نه غواړي، چې ترهګر له منځه یوسي او په دې برخه کې له افغانستان سره صادق نه دی.نوموړي زیاته کړې، که پاکستان په رښتیا غواړي د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي، نو لومړی دې هغه ترهګر په نښه کړي چې په پاکستان کې د ننه فعالیت کوي. او د دغه هېواد په سترو ښارونو کې امن مرکزونه لري.د خلیلزاد په وینا طالبان او حقاني شبکه دواړه د پاکستان په ملاتړ جګړه کوي او د دغه هېواد په زړه او سترو ښارونو کې امن مرکزونه لري.دغه پخواني امریکايي دیپلومات زیاته کړې، چې امریکا باید پاکستان دې ته مجبور کړي چې د افغانستان پر وړاندې خپله شته پالیسي بدله کړي.هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان په اړه د ستراتيژۍ پر سر د ټرمپ په حکومت کې اختلافات روان دي خو ښايي دا ستونز زر حل شي او د افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت پالیسي اعلان شي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>