$ 0 0 ولسمشر محمد اشرف غني وايي، څوک چې په حکومت کې د اصلاحاتو غوښتنونکي دي، رادې شي اصلاحي طرحې دې وړاندې او د خپلو پانګو او د هغو د سرچینو په اړه دې ولس ته معلومات ورکړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او دا خبرې یې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د انحصاري قدرت لاره یې خپله کړې ده.ښاغلي غني د جنرال دوستم، محمد محقق او عطامحمد نور د وروستي ایتلاف او څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل«څوک چې اصلاحات غواړي دا ګز دا میدان خپلې طرحې دې وړاندې کړي او زما په شان دې د خپلو پانګو او د هغو د سرچینو په اړه معلومات له ولس سره شریک کړي، وګورۍ څوک په اصلاحاتو کې ریکار لري، هغه کسان چې حق او اصلاحات غواړي مهرباني دې وکړي، دوی دې د یوه پنځه سوه میلیوني پروژې طرحه وړاندې کړي، داسې یوه طرحه دې وړاندې کړي، چې د دوه ولایتونو وضعیت ورسره ښه شي، څوک چې په لسو جلسو کې کومه طرحه ونه لري، هغه څه ډول اصلاحات غواړي، دا زه وم، چې په لسو پرلپسې جلسو کې مې د یکاولنګ او دره صوف تر منځ د غځېدلي سړک پر پروژه کار وکړ، که نه دغه پروژې دوه کاله وخت نیوه.»د ولسشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې سیاسي مشرانو دی د قدرت په انحصار تورنوي و ویل«دا خبره بې بنسټه ده، ټولې پرېکړې او فیصلې د امنیت په شورا او اقتصادي شورا کې په مشوره سره کېږي، د قدرت انحصار هغه مهال شونی دی، چې یو قوي نظام وي، په هېڅ برخه کې مې انحصار نه دی کړی، بلکې ټول کار په مشوره کېږي، دا مشورتي نظام دی، د دغه ډول کسانو پر وړاندې زما خاموشي د وېرې له امله نه ده او نه به وي، بلکې د ملي یووالي په خاطر وه، زما له سیاسیون غوښتنه ده، چې لومړی د لویو ستونزو د حل او ملي ګټو له پاره مټې رابډ وهي.» نوموړي و ویل، چې سیاست باید په افرادو پورې منحصر نه شي، بلکې ټول شموله شي او ټول په یوه غږ او یوه موټي د هېواد د ملي ګټو له پاره کار وکړي.ښاغلي ولسمشر د اجرائیه ریاست د مرستیال محمد محقق د دغه څرګندونو په اړه چې ولسمشر د کابینې په جلسه کې چیغې وهي او د بهرنیو چارو له وزیر څخه یې د استعفا غوښتنه کړې و ویل، چې چیغې یې نه دي وهلې بلکې په وینا یې حکومت والي نظم او دسپلین غواړي.هغه و ویل«زه چیغې نه وهم، دسپیلین غواړم، تر اوسه به مو نه وي لیدلي، چې ما د کوم سیاسي فرد په اړه منفي خبرې کړې وي او یا مې هم کوم مدني حرکت توهین کړی وي، خو کله چې ملي ګټې مطرح او حقوقي خبره راشي، موږ باید د قانون مطابق عمل وکړ.»ولسمشر د عطا محمد نور په اړه و ویل، چې هغه د هېواد یو مطرح سیاسي څېره ده او تمه یې ترې دا ده، چې مدبرانه سیاسي اقدامات وکړي.دغه راز ښاغلي غني د جنرال دوستم په اړه و ویل، چې د هغه موضوع د دوه اشخاصو تر منځ او په عدلي او قضايي اورګانونو پورې تړلې، نه په ده پورې.هغه د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر ټولو سیاسیون غږ وکړ، چې لومړی د هېواد د لویو ستونزو د حل له پاره مټې رابډ وهي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجع ورکړي.جمهورآژانس:کابل