$ 0 0 چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې سرپرست مدیر وژلی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاخوا ۹ بجې د مرکز پل علم اړوند د حصارک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وایي، طالبانو د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت سرپرست سمونيار عظيم الله حقمل لومړی تښتولی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.نوموړی زیاتوي، چې سمونيار عظيم الله حقمل له تېرو لسو کلونو راهيسې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په مديريت کې دنده ترسره کوله.تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد هم د وسله والو طالبانو له لوري و وژل شو.جمهورآژانس:لوګر