Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

افغان حکومت او طالبان دې وخت نه ضایع کوي سوله دې وکړي

$
0
0
پخوانی طالب چارواکی ملا اغا جان معتصم وايي مخکې له دې چې نور بهرني ځواکونه افغانستان ته راشي او وضعیت له خراب شي، افغان حکومت او طالبان دې چانس له لاسه نه ورکوي او سوله دې وکړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي معتصم دغه حرګندونې د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته کړې او ویلي، چې چې اوس د افغانستان د بې هدفه جنګ دواړه خواوې افغانان دي او هره ورځ له نژدې ۱۰۰ افغانانو ژوند اخلي.نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې«افغانان اوس خپل افغانان وژني. هره میاشت زموږ شاوخوا ۳ زره تنه وژل کېږي. اوس د بهرنیانو تلفات غالباً له صفر سره برابر دي. نو زه له طالبانو او د افغانستان له حکومته غواړم چې جګړه ودروي او د خبرواترو لار غوره کړي.»هغه په خپلو خبرو کې د ولسمشر غني دا خبره چې په ورستیو کې یې ویلي که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي وروستۍ چانس به له لاسه ورکړي ناسمه بللې او ویلي یې دي، چې ښاغلی غني دې له ګواښونو ډډه وکړي ځکه په وینا یې دا نه یوزاې د طالبانو بلکې د افغان ولسمشر له پاره هم چانس دی.نوموړي ویلي« غني باید له خبرداریو ډډه وکړي. دا یوازې د طالبانو لپاره نه بلکې د افغان ولسمشر لپاره هم چانس دی. دواړه خواوې باید دا چانس مخکې تر دې چې د ناټو او امریکا د نورو ځواکونو له رالېږلو سره وضعیت لا خراب شي، ضایع نه کړي.»اغا جان معتصم، چې مخکې د طالبانو د مالیې وزیر او د دې ډلې د رژیم له پرزېدو وروسته د کوټې د شورا په چوکاټ کې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر و زیاته کړې، چې طالبانو هم د ستونزې سیاسي حل لاره غواړي، ځکه په خبره یې دوی «طالبان» په جګړه کې لا ډېر زیان ویني.باید و ویل شي، چې ملا اغا جان معتصم په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مرموزې حملې په نتیجه کې تر ټپي کېدو پورې د طالبانو د موسس ملا محمد عمر اخوند نژدې سلاکار و.معتصم دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په اختریز پیغام کې یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی و، چې تر څو ټول بهرني ځواکونه لا افغانستانه نه وي وتلي، جګړې ته به دوام ورکړي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>