افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي،په هېواد کې د یوې سالمې او تل پاتې سولې له پاره اړتیا ده، چې یو سیاسي او امنیتي اجماع رامنځ ته شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن په ارګ کې د سولې عالي شورا د نوي مشر استاد کریم خلیلي د معرفۍ په مراسمو کې وکړې.ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه د یوه قوي دولت نه شتون دی، چې په وینا یې تر څو یو قوي دولت رامنځ ته نه شي، سوله به پایداره نه وي.د هغه په وینا د قوي دولت رامنځ ته کولو مانا د شخصي ګټو پالل نه دي بلکې د اساسي قانون تطبیق کول دي، چې د افغانستان ټول وګړي په کې خپل حق تر لاسه او خپل ځان په کې وګوري.ښاغلي غني و ویل، د اساسي قانون تطبیق کول د خلکو تر منځ اعتماد رامنځ ته کوي او د اعتماد په رامنځ ته کېدو سره پایداره سولې ته لار هوارېږي.نوموړي د سولې پر وړاندې شته خنډونو ته په اشارې سره و ویل، چې په ولس کې د سولې له پاره ملي اجماع شته ده، خو د سیاسیون تر منځ دغه اجماع نشته.ښاغلي غني و ویل:یو د سولې راتلل دي او بل د سولې پالل او دوامداره کېدل دي، چې د دې تر منځ باید توپیر او محاسبه وکړای شي، او افغانان د هغه سولې له پاره کار وکړي، چې پایداره وي.هغه وایي، په نړۍ کې د سولې په اړه شوي ۵۰ سلنه تړونونه وروسته له پنځو کلونو مات شوي او لوی لامل یې دا دی، چې د سولې کول یې په دقیق توګه نه دي محاسبه کړي او د هغو ټول ابعاد یې نه دي څېړل شوي.افغان ولسمشر و ویل، چې په افغانستان کې د یوې تل پاتې او دوامداره سولې له پاره لومړی اړتیا د سیاسیون تر منځ اجماع او وروسته له هغې د امنیتي اجماع رامنځ ته کول دي.ولسمشر وايي، د دغه دواړو اجماعو له پاره کار روان دی او د سولې عالي شورا څخه یې غوښتنه همدا دغه، چې د دغه دواړو اجماعو له پاره جدي او هر اړخیزه هڅې وکړي.نوموړي و ویل، د امنیتي اجماع په برخه کې باید مشارکت په پام کې ونیول شي خو تر هغې زیاته اړینه دا ده، چې امنیتي ادارې مسلکي او ملي شي.افغان ولسمشر غني د سولې پر عالي شورا غږ وکړ، چې دوی دې په ملي او ولسي کچه د سولې له پاره هڅه وکړي او افغان حکومت به د نورو هېوادونو له حکومتونو سره حکومت په حکومت د یوې باعزته سولې له پاره کار وکړي.هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له پاکستان څخه سوله نه غواړي، بلکې له پاکستان سره سوله کول غواړي او پاکستان باید افغان حکومت د یوه خپلواک او باعزت حکومت په توګه ومني.جمهورآژانس:کابل