Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31148

د ترهګرۍ ټولې لارې چارې په پاکستان کې تنظیمېږي

$
0
0
د پاکستان حکومت او پوځ په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړی دی او د ترهګرۍ ټولې لارې چارې په پاکستان کې تنظیمېږي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د کانګرېس یو جمهوري غوښتونکي غړي ټیډ پو په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.نوموړي ویلي، د حقاني، طالبانو او لشکر طیبه په څېر ډلې چې د سیمې امنیت ګواښي په پاکستان کې مېشتې دي او پاکستاني کړۍ ورسره مالي، استخباراتي او تجهیزاتي مرستې کوي.دغه زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګرو ډلو همکار دی او په وینا یې د امریکا استخباراتو په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت په اړه ناسم معلومات تر لاسه کړي دي.پو وايي د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې یواځې هغه ترهګر ځپي، چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، خو افغان طالبانو ته پناه ورکوي، چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې جګړه وکړي.هغه د امریکا له کانګرس وغوښتل چې پر پاکستان دې د امریکا مالي مرستې ودرول شي او د ترهګرو ملاتړی هېواد دې معرفي شي؛ ځکه همدا د پاکستان هویت دی.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31148

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>