$ 0 0 چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار کې د دغه ولایت مطبوعاتي سلاکار او لیکوال عبدالغفور فیروز په ډزو وژلی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک زیاتوي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې په کندهار ښار کې رامنځ ته شوې ده.د هغه په وینا نامعلومه وسله والو د ښار د نهمې حوزې اړوند د نجیب نمرو په سیمه کې هغه مهال چې عبدالغفور فیروز له کور څخه د دفتر په لور روان و، وسله وال برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.باید و ویل شي، چې عبدالغفور فیروز له تېر یوه کال راهیسې د کندهار ولایت مقام د رسنیو په دفتر کې کار کاوه.عبدالغفور فیروز د سیاسي علومو ترڅنګ دینې زده کړې هم درلودې، په ټولنیزو چارو ښه پوهېدو، د ښه فکر خاوند و، او لیکنې یې هم کولې.د عبدالغفور فیزو د قتل مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.جمهورآژانس:کندهار