$ 0 0 پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا امریکا تورنه کړې، چې له ترهګرۍ سره مباره کې ریښتینې نه ده او ویلي یې دي، که نړیوال غواړي ترهګرۍ ختمه شي، نو په باکستان کې دې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له (دې هندو ورځپاڼې) سره په خپله تازه مرکه کې او زیاته کړې یې ده، چې له امریکا سر د مهمو تړونونو لاسلیکولو افغانستان ته هېڅ ګټه و نه کړه.نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي دغه تړونونو ځکه افغانستان ته ګټه نه ده کړې، چې د امریکا لا ډير سرتېري افغانستان ته راغلل، د خطرناکو بریدونو اجازه ورکړل شوه، چې په وینا یې د حکومت له دې کارونو سره مخالف دی.ښاغلي کرزي په امریکا دا تور هم پورې کړی، چې په وینا یې امریکا په لوی لاس په افغانستان کې د داعش فعالیتونو ته جازه ورکړې ده.هغه ویلي دوه درې کاله د ننګرهار خلکو د داعش له حضور او فعالیتونو شکایت کاوه خو امریکا یې پر وړاندې چوپ وه، آن یو ځل یې د خلکو پر هغه خط هوايي برید هم وکړ چې د داعشیانو پر وړاندې یې جګړه کوله.پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د امریکا له خوا د بمونو د مور بم غورځول هم یوازې د ازمویښت لپاره و او داعش ته یې هېڅ زیان نه دی اړولی.ښاغلي کرزي ویلي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له کلونو تر ننه رښتینې نه ده، ځکه ټولو ته معلومه ده، چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او که نړیوال غواړي دغه ډلې وځپي نو د دوی مرکزونه دې په نښه کړي او د افغانستان له کلو او بانډو دې جګړه ټوله کړي.کرزي پر هند غږ کړي، چې د افغانستان پر وړاندې خپله ښکاره پالیسي ولري، ځکه په وینا یې د امریکا او پاکستان مداخلې په افغانستان کې تلپاتې نه دي او د سیمې د هېوادونو په مرسته به افغانستان یو با ثباته او پياوړی هېواد وګرځي.جمهورآژانس:کابل