Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

د حزب اسلامی مشر انجینر ګلبدین حکمتیار ننګرهار ته رسېدلی

$
0
0
سرچینې وایي، د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار ننګرهار ولايت ته رسېدلى او ډېر ژر به د خلکو په منځ کې راښکاره شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ننګرهار ته د حزب اسلامي د مشر د راتګ خبره یوې دولتي سرچینې نن د غوايي په څلورمه پژواک خبري آژانس ته کړې ده.دغه سرچینې ویلي، ښاغلي حکمتیار جلال آباد ښار ته رسېدلی چې په وینا یې د حزب اسلامي امنيتي ساتوونکو او د ګوند نور مهم غړي هم جلال اباد ته رسيدلي او په يوه دولتي ودانۍ کې له حکمتيار سره يو ځاى شوي دي.يادې سرچينې وويل چې په ننګرهار ولايت کې دوه نورې دولتي ودانۍ هم د حزب اسلامي په واک کې ورکړل شوې دي.د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حزب اسلامي مشر به څو ورځې په ننګرهار ولايت کې او بيا به له دې ځايه کابل ته لاړ شي.سرچينه زياتوي چې دولت په ننګرهار ولايت کې د حکمتيار د دايمي پاتې کېدو او دفترونو لپاره هم ځمکه ځانګړې کړې ده.د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د حکمتيار له راتګ څخه ناخبري وښوده، خو په ډاګه يې کړه چې په جلال اباد ښار کې د هغه د راتګ لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.خوږیاني زیاته کړې، چې ننګرهار د سولې کور دى او حکمتيار چې هر وخت وغواړي په دې ولايت کې به يې پراخه هرکلى وشي.د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد ویلي، چې په روانه اوونۍ کې به حکمتيار په جلال اباد ښار کې د خلکو په منځ کې راښکاره شي، خو کره نېټه يې په ډاګه نه کړه.خو د حزب اسلامي يوې بلې سرچينې بیا ویلي، ډېر امکان لري چې انجنير حکمتيار د غويي په پنځمه نېټه په جلال اباد ښار کې راڅرګند شي. وړندې له دې هم ویل شوي و، چې د ښاغلي حکمتیار به د غوايي میاشتې په څلورمه نېټه د دوشنبې په ورځ ننګرهار ولایت کې راڅرګند شي، خو وروسته د حزب سرچینو دغه خبرونه بې بنسټه وبلل.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>