$ 0 0 راپورونه وايي، شمالي کوریا نن سهار یو بل توغندي هم په بریالیتوب سره ازمویلی دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین رسمي خبري آژانس شینهوا راپور ورکړیو چې شمالي کوریا دغه توغندی د دغه هېواد د بنسټ اېښودونکي کیم ایل سونگ د ۱۰۵ کلین د نمانځنې په مراسمو کې ازمویلی دی.شمالي کوریا هم تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي، خو سرچینې وايي دغه ازمویښت په بریالۍ توګه تر سره شوی دی.باید ووی شي، چې د اپریل ۱۵ د شمالي کوریا د پوځ د جوړېدو له ۸۵ کلیزې او د دغه هېواد د بنسټګر کیم ایل له ۱۰۵ کلین سره برابره ده.د شمالي کوریا په کالیزه کې دغه ورځ د لمر د ورځې په نامه مشهوره ده. په دې ورځ د پوځ نوي وسایل او تجهیزات نندارې ته وړاندې کېږي، چې څو ساعته مخکې دغه مراسم د کیم جونګ اون په ګډون پیل شوي دي.جمهورآژانس:کابل