$ 0 0 په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د عمومي قاضي په ګډون ۴۴ داعشیان وژل شوي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د حمزه په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې پر داعش دغه بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کمانډو ځواکونو له خوا تر سره شوي.په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین آقا فقري وايي، کمانډو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په مومنددرې، پېشه او ناوتنګي سیمو کې پر داعش هوايي او ځمکني بریدونه کړي.نوموړي زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۴۴ داعشیان وژل شوي، چې په کې د هغوی مهم غړي شامل دي.ډګرمن فقري وايي، په وژل شویو داعشیانو کې د دغه ډلې عمومي قاضي ملا صلاح، د دغې ډلې تعلیمي مسولین او روزونکي صدیق یار او احمد او د داعش د پخواني قوماندان حافظ سعید ورور یارحبیب هم شامل دي.داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په ننګرهار کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۴۹ داعشیان وژل شوي وو.په ختیځ کې امنیتي چارواکي وايي، د حمزه عملیاتو ښه پایله ورکړې او تر اوسه په کې لږ تر لږه ۳۰۰ داعشیان وژل شوي دي.جمهورآژانس:کابل