$ 0 0 په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، امریکا به په نېږدې وخت کې د افغانستان او پاکستان په اړه خپل سیاست او پالیسي روښانه کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي به د روانې اپریل میاشتې په وروستیو او یا هم د می میاشتې په لومړیو کې روښانه شي.د نوموړي په بارو د ټرمپ اداره به د پاکستان پر وړاندې داسې سیاست غوره کړي چې هغه به د افغانستان په ګټه وي.خلیلزاد په ټینګار سره ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینی نه دی، خو امریکا به هڅه وکړي څو پر دغه هېواد خپل فشارونه ډېر کړي.نوموړي د دېورنډ په کرښه د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو په اړه ویلي، چې پاکستان دې دا کار نه کوي، بلکې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې ریښتینې مبارزه وکړي او ترهګر د وځپي.د امریکا دغه پخواني سفیر په پاکستان غږ کړي، چې د ترهګرو په وړاندې ریښتینې مبارزه وکړي او په خپله خاوره کې د ترهګرو شته خوندي مرکزونه له منځه یوسي.هغه دا هم ویلي، چې د روسیې او غرب تقابل د افغانستان په ګټه نه دی، بلکې روسیه دې په افغانستان کې د سولې هڅې له غرب او امریکا سره په ګډه پر مخ یوسي.جمهورآژانس:کابل