$ 0 0 راپورونه وایي، افغانستان د پاکستان د راکېتي بریدونو او بمباریو له امله ملګرو ملتونو ته شکایت کړی او هغوی ته یې په دې اړه یو لیک سپارلی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا غږ راډیو چې دغه لیک یې تر لاسه کړی ویلي، چې دغه لیک د اید میموري تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو په ادرس لیکل شوی دی.سرچینه وايي، اید میموری په نړیوالو اړیکو هغه متن ته ویل کېږي چې په غیر رسمي توګه د غړو هېوادونو د استازو په منځ کې د بحث لپاره ویشل کیږي داسې چې د لیک اصلي مرجع د لیک منځپانګې ته ژمنه نه وي.د سرچینې په خبره دغه لیک چې د ملګرو ملتونو کوم لوړ پوړي مقام ته لیکل شوی، په کې راغلي، چې پاکستاني پوځیانو په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان ځکمنۍ پشپړتیا ته په نه پام د دغه هېواد په ختیځو ولایتونو توغندي ورولي او بمبارۍ یې کړي دي.په لیک راغلي«ښایې تاسې جلالتمآب د راپورونو له مخې خبر یاست چې له پاکستان سره د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې امنیتي حالات په خرابېدو دي.»په لیک د ننګرهار ولایت د لعلپورې او ګوشتې او د کونړ ولایت د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو نومونه اخیستل شوي چې د لیک پر اساس د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.د دغه لیک په حواله په یادو ولسوالیو کې د پاکستان د توغندي بریدونو په پایله کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او ډير شمیر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.په لیک کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب د پاکستان د کړنو له امله ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.همدارنګه په لیک کې تمه ښودل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.جمهورآژانس:کابل