$ 0 0 د هرات پخوانى والي او د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر اسماعيل خان وايي، ترکمنستان په هرات کې له طالبانو سره اړيکې لري او دې ډلې ته وسلې ورکوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې اسماعیل خان دغه څرګندونې تېره ورځ په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې په دغه ولایت کې شته طالبانو ته د ترکمنستان له پولې وسلې راوړل کېږي.نوموړي زیاته کړه، چې دغه موضوع يې د ترکمنستان له بهرنيو چارو وزير سره هم شريکه کړې او له هغه يې غوښتي، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.هغه دا هم و ویل، چې د افغانستان او ترکمنستان د پولې ترمنځ د سرحدي پوليسو يواځې دوه پوستې موجودې دي، چې دغه پوستې د دې پولې د امنيت ټينګښت لپاره کفايت نه کوي.په هرات کې بیا د ترکمنستان قونسلګرۍ خبريالانو ته په رالېږل شوي پيغام کې، د افغانستان په چارو کې د ياد هېواد هر ډول لاسوهنه رد کړې او ويلي يې دي، چې د اسماعيل خان ادعا بې اساسه ده.په هرات کې له طالبانو سره د افغانستان د یوه ګاونډي د مرستې او اړیکو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په شمال کې پر تاجکستان هېواد هم ورته تور پورې شوی وو.جمهورآژانس:کابل