Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31122

سعودي پولیسو ۳۵ پاکستاني همجنسبازان نیولي

$
0
0
د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د دغه هېواد پولیسو ۳۵ پاکستانيان لاس په لستوڼي په همجنسبازۍ نیولي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د عربستان اخبار۲۴ ورځپاڼې ویلي، دغه پاکستاني همجنسبازان پلازمېنه ریاض سره نېږدې د عزیز په سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شول.دغه رسنۍ د پولیسو له قوله ویلي، پاکستاني همجنس بازان یې په داسې حال کې ونیول چې د هغوی یو شمېر یې ځانونه د نجونو په څېر جوړ کړي ول.ویل کیږي چې هغوی هلته په یوه تفریح ځای کې راټول شوي ول او غوښتل یې چې د همجنسبازۍ ګډ پروګرام جوړ کړي.سعودي پولیسو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې هغوی ته د همجنسبازانو د دغه پروګرام په هکله معلومات ورغلي ول او هغوی ورته په څو کې پټ ناست ول چې د پروګرام برخه وال سره راټول شول.پولیسو زیاته کړې، چې له پاکستاني همجنسبازانو سره یې د سینګار شیان؛ سرخي او سپېده، ګوتمۍ او نور سینګارتوکي هم نیولي دي.دوی وایي، نیول شوي کسان دا مهال په توقیف کې دي، خو دا به وروسته معلومه شي چې سزا به ورکړي که نه.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31122

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>