$ 0 0 د افغانستان د ماليې وزارت د پاکستان له نړیوال هوايي شرکت (پي آی اې) نه خپل لس کلن پور غوښتی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي پي آی اې له تېرو لسو کلونو راهیسې افغانستان ته مالیه نه ده ورکړې او پوروړی دی.د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي نن وویل، چې د دوو هیوادونو یو ګډ پلاوی ګومارل شوی چې د پي آی اې پورونه وڅېړي.د عبدالرحیمزي په وینا دا پلاوی به د پي آی اې د پورونو اندازه معلومه او د پرې کولو نېټه وټاکي.هغه زیاته کړه، چې د پاکستان دا هوايي شرکت باید ژر تر ژره د افغانستان حکومت ته پور ورکړي.باید وویل شي، چې د افغانستان حکومت هر کال له هغو الوتکو، چې د افغانستان له فضا تېرېږي، په ملیونونو ډالر حق العبور اخلي.جمهورآژانس:کابل