Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

طالبانو د سولې د خبرو له پاره نوي شرطونه وړاندې کړي

$
0
0
وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پیل له پاره نوي شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې که یې شرطونه ومنل شي، چمتو دي چې مخامخ خبرې پیل کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په قطر کې د طالبانو یوه مسؤول او ویاند سهیل شاهین د پاکستان له ډي نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.نوموړي یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې د خبرو د پیل له پاره دې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر په رسمیت وپېژندل شي او دغه راز دې د ملګروملتو له تور لیسته د طالب مشرانو نومونه وایستل شي.د هغه په وینا که سوله د مقابل لوري هدف وي، باید طالبان پرېږدي چې په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي او د لویو مشرانو نومونه یې باید د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شي.ده ویلي، چې دا دوې مسلې د سولې په لار کې خنډونه بللي او ویلي یې دي چې دا خنډونه په اسانه له پامه نه شي غورځول کېدای.شاهین زیاته کړې، چې دا شرطونه له امریکا او د دغه هېواد له متحدانو سره د مخامخ خبرو لپاره ضروري دي.خو بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له شرطونو اېښودولو پرته دې د سولې خبرو ته غاړه کېږي.د افغانستان د سولې عالي شورا د اسلام د پیغمر حضرت محمد «ص» د میلاد په مناسبت له وسله والو مخالفینو غوښتي چې له جګړو لاس واخلي او د سولې بین الافغاني خبرې دې پيل کړي.په یوه بیان کې پرون د سولې د عالي شورا د رئیس پیرسیداحمدګیلاني په حواله ویل شوي چې په سوله کې هېڅ لوری بایلونکی نه وي او باید د اسلامي احکامو په رڼا کې ټولې ښکېلې خواوې سره کېني او جګړې، تاوتریخوالی او وروژنه ختمه کړي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>