$ 0 0 د اسلامي حزب امیر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، قاطع پرېکړه یې کړې، چې کابل ته به ځي او حزب به یې په پارلماني ټاکنو کې ګډون کوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې تېره شپه له شمشاد تلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.ښاغلي حکمتیار په دغه مرکه کې ډېرو هغو پوښتونو ته ځوابونه و ویل، چې خلکو یې په اړه اندښنه درلوده.کابل ته د حکمتیار راتګ، په راتلونکي کې د هغه د ګوند رول، له تور لېست څخه د هغه د نوم ایستل، له ګاونډیو او نړۍ د سترو هېوادونو سره په راتلونکي کې د حزب د اړیکو، په ټاکنو کې د ګډون یا نه ګډون، له وسله والو مخالفینو سره د سولې، له حکومت سره د همکاری او یا هم په حکومت کې د ونډې غوښتنه، د ښځو حقوقو او په تېره بیا د تعلیم په برخه کې د حزب راتلونکی دریځ، د بیان آزادۍ ته درناوی، او یو شمېر نورې هغه پوښتنې وې، چې تر ډېره یې سیاسي ګوندونه او عام خلک مطرح کوې.حکمتیار په دغه مرکه کې دې ټولو پوښتنو ته ځواب و وایه او ویې ویل، چې کابل ته د تګ یې قطعي پرېکړه کړې او هیله یې وښوده، چې د ده په راتګ سره به تر ډېره روانو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې و ویل، چې کابل ته په تګ سره نه غواړي، له پخوانیو حزبونو او ډلو سره پخوانی دښمنۍ او تربګنۍ وپالي، بلکې موخه یې دا ده، چې له ټولو سره په ګډه کار وکړي او هېواد ته له روان حالت څخه نجات ورکړي.نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوالو د تور لېست او وضعه شویو بندیزو څخه وېره نه لري او په راتلونکي کې له ټولو سترو قدرتونو سره د خپل اسلامي او ملي منافعو په چوکاټ کې د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.هغه وویل، چې له القاعده، طالبانو، داعش او نورو ډلو سره یې نه پخوا اړیکې درلود او نه یې هم اوس لري او نه به یې هم په راتلونکې کې ولري، بلکې په وینا يې حزب یې یوه ځانګړي فکري ستراتېژي لري، او هغه بریدونه چې په عامه ځایونو کې کېږي او ولسي وګړي ته په کې مرګ ژوبله اړولي، په کلکو ټکو غندي.حکمتیار زیاته کړه، چې ګوند به یې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې خپله هم استازي ولري او د نورو استازو ملاتړ به هم وکړي تر څو راتلونکي پارلمان ته داس استازي معرفي شي، چې اسلامي او هېوادنیو ګټو ته ژمن وي.هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون په اړه وویل، چې دغه پرېکړه به له وخت سره سمه کوي، که چېرې شرایط مساعد و، خپل نوماند به ولري او که نه و، له یوه بل وړ نوماند به ملاتړ وکړي.د اسلامي حزب امیر له حکومت سره د همکارۍ په برخه کې وویل، چې له حکومت سره یې د سولې تړون په همدې خاطر کړی، چې د هېواد روان بحران ته د پای ټکی کېږدي او افغانستان له یوې تل پاتې سولې برخمن شي.هغه وویل، چې په هر وخت او هر حالت کې له خپل هېواد او ولس څخه دفاع ته تیار دی او هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې پر افغانانو ظلم وکړي.حکمتیار وویل« له خپل هېواد او ولس څخه په هر حالت کې دفاع ته چمتو یم دا که په دولت کې وم او که نه وم»ښاغلي حکمتیار د ښځو د حقوقو او په تېره بیا د تعلیم په اړه وویل، چې ښځو ته د ټولو هغو حقوقو درناوی کوي، چې د اسلام په مبارک دین کې ورکړل شوي، چې په وینا یې په هغې کې تعلیم او کار هم شامل دي.دغه زار ښاغلي حکمتیار د بیان د آزادۍ په اړه زیاته کړه، چې د بیان آزادۍ ته پوره درناوی لري، خو تر هغه بریده چې اسلامي، هېوادنۍ او ملي ګټې په کې نغښتې وي، نه هغه د بیان آزادي، چې د نورو د ګټو له پاره کارول کېږي او پر دروغو او تورنو یې بنسټ ولاړ وي.ښاغلي حکمتیار یو ځل بیا پر ټولو مخالفو وسله والو ډلو غږ وکړ، چې د سولې لارې خپله کړي او د خبرو اترو له لارې د افغانستان روان بحران ته د پای ټکی کېږدي.نوموړي وویل، چې جګړه د هېڅ لوري او هېڅ افغان په ګټه نه ده، چې په وینا یې ګټه یې نور وړي او قرباني یې افغانان ورکوي.د اسلامي حزب مشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل، کابل ته په تګ سره به هڅه وکړي، چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې چې دا مهال له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي، امنیت تامین شي، خو په وینا یې په دې شرط چې حکومت د هغه ولایتونو نااهله او فاسد چارواکي له دندو لرې او پر ځای یې وړ او هېواد ته ژمن کسان وګماري.ښاغلي حکمتیار وویل چې کابل ته به ورتګ سره به لومړی لیدنه له ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني سره وکړي او دا به هم یوه دوستانه لیدنه وي.جمهورآژانس:کابل