$ 0 0 روسیه وايي، په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له شمېره وتلي جنګي جنایتونه تر سره کړي، خو تر اوسه یې یو پوځي هم نه دی محاکمه شوی.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخاروا کړې او ویلي یې دي، چې امریکا په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې ګڼ جنګي جنایتونه کړي دي.نوموړې د بېلګې په توګه په ۲۰۰۸ کال کې په کندهار کې د واده پر مراسمو برید چې تر ۱۰۰ ډير کسان پکې ووژل شول او په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید یاد کړي دي.هغې په خپلو خبرو کې ویلي، سره له دې چې امریکايي ځواکونو په پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې له شمېره وتلي جنګي جنایتونو تر سره کړل، ملکي کسان یې ووژل، پر عامه تاسیساتو یې بریدونه وکړل او آن افغان ځواکونه یې ببمار کړل خو تر اوسه هېڅ امریکایی پوځي د یادو جرمونو په تور نه دی محاکمه شوی. د هغه به باور امریکايي چارواکو تل منلې چې تېروتنه یې کړې ده خو پایله یې څه ده؟ باید محاکمه شي او د خپلو تېروتنو سزا وویني.ماریا زاخاروا ویلي «موږ په دې ټينګار کوو چې جنګي مجرمین باید خپله سزا وویني.»د نوموړې په وینا، په افغانستان کې د امریکا ډيری بریدونه جنایت دی، خو دا جنایتونو تر اوسه هېڅ محکمې نه دي څېړلي.روسیي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ په کندوز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي، چې ماشومان هم په کې دي.جمهورآژانس:کابل