$ 0 0 د هندوستان اسلامي علماوو، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر مرکزونو د هندي پوځ د بریدونو ملاتړ وکړ.د جمهور آژانس د خبر له مخې د هندوستان اسلامي علماو، د اسلامي تنظیمونو په یوه ګډه جرګه کې د هندي پوځ له دغه عملیاتو ملاتړ اعلان کړی دی.د جمعیت علمای هند ګوند مشر او نامتو دیني عالم مولانا سید ارشد مدني دغه غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې کشمیر د هندوستان نه بېلېدونکې برخه وه، ده او وي به.دغه راز یو بل ته دیني عالم مولانا کمال فاروقي د هندي پوځ بریدونه ستایلي او ویلي یې دي، چې دغه حملې د متجاوزینو په وړاندې ښه څپېړه وه.مولانا کمال فاروقي زیاته کړې، چې هندي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤل دي او کوم عملیات یې چې کړي دي پر ځای دي.باید وویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغې نور هم زیات شو، چې د هند پر یوه پوځي اډه د وسله والو په برید کې یو شمېر هندي پوځیان و وژل شول.تر دې وروسته هندي پوځونو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر وسله والو بریدونه وکړل او هغوی ته یې د درندې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.جمهورآژانس:کابل