Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

انګور اډه کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ونړول شوه

$
0
0
چارواکي وایي، په انګور اډه کې د پاکستان د پوځ له لوري جوړه شوې دروازه د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې پرتو قومونو ونړوله.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دروازه مخکې د پاکستاني پوځ له لوري جوړه شوې وه، چې وروسته افغانستان ته وسپارل شوه.د پکتیکا د ولایتي شورا رییس بختیار ګل ځدراڼ وايي، د سيمې خلکو وروسته له هغه د دروازې نړولو کار پېل کړ، چې پاکستاني ځواکونو د انګور اډې لار د خلکو پر مخ په دوامداره توګه وتړله.د ځدراڼ په وینا د کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو ونه شو زغملی، چې په منځ سره و وېشل شي او بالاخره د دغه دروازې د نړولو پرېکړه يې وکړه او ویې نړوله.دی زیاتوي، چې دولت د ولسونو پرېکړې ته پوره درناوی لري او نه غواړي، چې په دې موضوع کې ځان ورښکېل کړي.جمهورآژانس:پکتیکا

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>